پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د بدخشان ولایت له مشرانو سره په لیدنه کې یاده کړه چې ولس باید د پوهنې وزارت د کارونو لیدونکۍ وي

media-moe
جمعه ۱۳۹۸/۵/۱۱ - ۱۶:۳۳
 پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د بدخشان ولایت له مشرانو سره په لیدنه کې یاده کړه چې ولس باید د پوهنې وزارت د کارونو لیدونکۍ وي

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان مشرانو سره په لیدنه کې، د پوهنې په فعالیتونو او کارونو د خلکو په څار ټینګار وکړ.
دا لیدنه چې نن د زمری ۱۰ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ پوهنې وزیر ډاکتر بلخي او د بدخشان مشرانو او مخورو په یاد ولایت کې د ښوونیزو خدمتونو ښه والي څرنګوالۍ، د پوهنې ریاست د تشکیل وضعیت څیړل، د ښوونځیو د تعمیر ستونزي، او په ښوونیز سیستم کې د ښوونځيو نه بې برخې ماشومانو د ډیر جذب په اړه خبرې اترې وکړې.
د پوهنې وزیر په دې موضوع ټینګار وکړ؛ چې د ولایتونو پوهنې ريیسانو صلاحیتونو ډیروالي او د ګرځنده ښوونځیو طرحې د اجرا په موخه اړتیا ده تر ځو د ښوونې او روزنې کیفیت ښه والي ته پاملرنه وشي، او دا هغه وخت په حقیقت بدلیداي شي چي ټول ولس، مخور، اثر لرونکي او نفوزلرونکي مشران د ښوونې او روزنې تر څنګ و دریږي.
د بدخشان ولایت مشرانو د ښوونې او روزنې په برخه کې خپل وړاندیزونه د پوهنې له وزیر ډاکتر بلخي سره شریک کړل او د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د پوهنې په برخه کې د راغلو اصلاحاتو څخه ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS