پوهنې وزیر په جاپان کې د افغانستان له سفیر څخه ستاینه وکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په جاپان کې د افغانستان له سفیر بشیر محبت سره په لیدنه کې، د هیواد ښوونې او روزنې لپاره د جاپان هیواد د ملاتړ د راجلبولو په موخه ستاینه وکړه.
همدارنګه په دې لیدنه کې پوهنې وزیر د افغانستان ماشومانو ملاتړ، او په ولایتونو کې د زده کړو د اړیتا وړ توکو لکه د قرطاسیو او ښوونیزو وسایلو د استولو او ویش لپاره د KOKUYO CO.Ltd جاپاني بنسټ څخه ستاینه وکړه.
ډاکتر بلخي د ښوونې او روزنې لپاره په جاپان هیواد کې د افغانستان سفیر د همکاریو څخه یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په نورو هیوادونو کې د هیواد سیاسي څانګې باید د ښوونې او روزنې ملاتړ لپاره د نړیوالو ملاتړ جلبولو لپاره هڅې وکړي.
بشیر محبت په دې لیدنه کې د پوهنې وزیر له غوره کړنو څخه د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د هیواد ماشومانو د ښوونې او روزنې او ښوونیزو خدمتونو په ګټه به د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.
