پوهنې وزیر په بدخشان کې د ښوونځي له هغه ملازم څخه ستاینه وکړه چې د خپلې شخصي بودجې څخه یې درسي خونې جوړې کړې دي
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د قره بلاق لمړني ښوونځي ملازم سخي داد څخه ستاینه وکړه چې د خپلې شخصي بودجې څخه یې په یاد ښوونځې کې درې درسي خونې جوړې کړي دي.
پوهنې وزیر د یاد ښوونځي د ملازم د ستاینې په غونډه کې لارښوونه وکړه چې د هغه ښوونځي نوم چې سخي داد په کې درې درسي خونې جوړې کړي د هغه په نوم ونومول شي.
ډاکتر بلخي د ماشومانو ښوونې او روزنې په ګټه د هغه د ملګرتیا او همکاري له امله خوښي وښوده.
په دې لیدنه کې په بدخشان کې د لمړني ښوونځي ملازم خلکو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې د ټولنې هر غړۍ په لږ تر لږه سپما سره کولاې شي د هیواد ماشومانو د اسانیتا منځ ته راوړلو په برخه کې له ښوونې او روزنې سره لوړ ګامونه اوچت کړي.
د یادونې وړ ده چې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د قره بلاق لمړني ښوونځي ملازم له خپلې شخصۍ بودجې څخه د۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت درې درسي خونې جوړې کړي دي.
