پوهنې وزیر د کابل کڼو لیسې له مسئولانو سره د لیدنې ترڅنګ د معلولیت لرونکو زده کوونکو پر ملاتړ ټينګار وکړ

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۰:۹
پوهنې وزیر د کابل کڼو لیسې له مسئولانو سره د لیدنې ترڅنګ د معلولیت لرونکو زده کوونکو پر ملاتړ ټينګار وکړ

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل کڼو لیسې له مدیر او مسئولانو سره وکتل او د معلولیت لرونکو زده کوونکو پر ملاتړ یې ټينګار وکړ.
د کابل ښار د کڼو لیسې مدیر او مسئولینو په دې لیدنه کې د یادې لیسې اوسنۍ حالت، ننګونې او شته ستونزې د پوهنې وزیر ته تشریح کړي.
ډاکتر بلخي د معلولیت لرونکو او کڼو ۶۵۰ زده کوونکو لپاره د کڼو لیسې د کړنو څخه د خوښي ترڅنګ په دې مسئله ټينګار وکړ چې پوهنې وزارت هڅه کوي ترڅو یادو زده کوونکو ته غوره ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې دا لیسه د کابل ښار په ۸ تعلیمي ناحیه کې موقعیت لري چې د لمړي ټولګي څخه تر ۱۲ ټولګي پوري کڼو زده کوونکو او یو ځانګړۍ ټولګۍ د ذهني معلولیت لرونکو زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده چې د یادې لیسې د مدیر او مسئولان په هڅه، یاده لیسه به د اشاریوي ژبې کلتور دریم ټوک کتاب تر راتلونکي میاشت خپور کړې چې په دې کتاب کې نژدې ۶ زره لغته په اشاري ژبه ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS