پوهنې وزیر د هند په پونه ښار کې له افغان زده کړیالانو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۱۴:۲۳
پوهنې وزیر د هند په پونه ښار کې له افغان زده کړیالانو سره وکتل

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د Alumni Award 2019 کلنۍ جایزې د مراسمو په څنډه کې د هند په پونه ښار کې له افغان زده کړیالانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان پوهنې وزیر په دې لیدنه کې د خپلو زده کړو د تجربو د شریکولو ترڅنګ، زده کړیالان یې د وړتیا د ترلاسه کولو او د ظرفیت او ځواک لوړولو لپاره وهڅول.

ډاکټر بلخي د هر زده کړیال د وړتیا ډیریدو او د فردي ظرفیت پیاوړتیا باندې کار کول یې په افغانستان کې د کار رامینځ ته کولو او په هیواد کې د تشو او خلاوو د له مینځه وړلو لپاره یو مهم ګام یاد کړ.

د یادونې وړ ده چې د هندوستان دکلتوري اړیکو شورا (ICCR) د Alumni Award 2019 کلنۍ جایزه یې په هند کې د غښتلي افغان فارغ التحصیل په توګه او همدارنګه د افغانستان خلکو ته د مشرتابه او مدیریت په لوړه کچه کې د خدمت کولو له امله د افغانستان پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي ته ډالۍ کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

په نیمروز کې د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او کنگ ولسوالۍ د ښوونځیو شوراګانو ۴۱ غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه٠
په ياده برنامه کې د ښوونیزو شوراګانو غړو د دندو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل ښار کې له ۳۵۰ راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له ۳۵۰ راستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې دغه ماشومان د خپلو. . .

BACK TO NEWS