پوهنې وزیر د سلطان غازي بابا ښوونځي له زده کوونکو سره په لیدنه کې، د ښوونځي لپاره یې د نوې ودانۍ د جوړولو ژمنه ورکړه
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي لغمان ولایت ته د خپل یوه ورځني سفر په لړ کې د سلطان غازي بابا د مینځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه او زده کوونکو ته یې د یاد ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو زیرۍ ورکړ.
ډاکتر بلخي زده کړو ته د یاد ښوونځي د زده کوونکي د لیوالتیا او هڅولو ترڅنګ، د ټولګیو څخه یې لیدنه وکړه او د ښوونځي ودانۍ د نشتون ستونزې، د ښوونيزو خدمتونو وړاندې کولو او درس ورکولو څرنګوالی او د ښوونکو حالت یې وځيړه.
پوهنې وزیر د یادې لیسې د مدیر او ښوونکو سره خبرې وکړې او د هغوې د شته ستونزو د اوریدو ترڅنګ، په ولایتونو کې د ښوونیزو خدمتونو پراختیا څخه یې د پوهنې وزارت مشرتابه له ملاتړ څخه خبر ورکړ.
د یادونې وړ ده چې د سلطان غازی مینځنۍ ښوونځۍ ۲۵۰۰ زده کوونکي لري او په ۶۵ ټولګیو او دوه درسي وختونو کې زده کوونکو ته ښوونیز خدمتونه وړاندې کوي
