پوهنې وزیر د خصوصي ښوونځيو څخه وغوښتل چې د هیواد سرتیرو د ماشومانو ښوونې او روزنې ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار خصوصي ښوونځيو له اتحاديې سره د لیدنې په ترڅ کې د هیواد پوځيانو ښوونې او روزنې ملاتړ په برخه کې خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب تر سره شوه، ډاکتر بلخي خپلو وروستیو خبرو ته په اشارې یو ځل بیا د هیواد ښوونیز سیستم ته د ښوونځيو څخه بهر ماشومانو په شاملیدو او د هیواد پوځیانو په ځانګړې ډول د سرتیرو د ماشومانو ښوونې او روزنې په برخه کې د غیر دولتي ښوونځيو په همکاري او ملاتړ ټينګار وکړ.
د خصوصي ښوونځيو اتحاديې رئیس محمد داوود بابر په دې لیدنه کې د هیواد ښوونیز سیستم ته د ښوونځي څخه بهر ماشومانو په شاملیدو او د هیواد پوځیانو په ځانګړې ډول د سرتیرو د ماشومانو ښوونې او روزنې ملاتړ په برخه کې د خصوصي ښوونځيو له چمتووالي څخه خبر ورکړ.
په دې غونډه کې د خصوصي ښوونځيو مقرره، په خصوصي ښوونځيو کې د ماليې ورکړې او د برښنا لګښتونو راټيټولو په برخه کې د جمهور رئیس شفاهي فرمان او د تقویتي مضمونونو، لوبو او بدنې روزنې موضوعاتو ته ډيره پاملرنه له نورو موضوعاتو څخه وو چې پرې بحث وشو.
