پوهنې وزیر او د ملی دفاع وزارت مرستیالې د ګډو همکاریو پیاوړتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۲:۴۳
پوهنې وزیر او د ملی دفاع وزارت مرستیالې د ګډو همکاریو پیاوړتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسفزاده، د ستردرستیز ښوونې او روزنې قوماندان ډګرجنرال پاینده محمد ناظم او راغلو غړو سره لیدنه او د ګډو همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه: د دوه اړخیزو همکاریو څیړل او د امنیتي ځواکونو ښوونې او روزنې په برخه کې د هوکړه لیک لاسلیکول، د پوهنې وزارت له لوري د حربي ښوونیزې ښوونځۍ اسنادو ته اعتبار ورکول،د ملي پولیسو لیکو ته د نجونو جذبولو لپاره په لیسو کې د پوهاوي پروګرامونو وړاندي کول، د نظامي اکاډمۍ نصاب پیژندونکو شتون د پوهنې ښوونیز نصاب په کمیټه کې او د سواد زده کړې پیاوړتیا په موخه خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر د همکاریو په پياوړتیا او د هوکړه لیک لاسلیکولو څخه خوښي و ښوده او د افغان امنیتي ځواکونو چوپړ يې د پوهنې وزارت له لمړیتوبونه څخه یاد کړ.
منیره يوسفزاده په دې لیدنه کې د افغان ماشومانو ښوونې او روزنې ښه والي په برخه کې د پوهنې وزارت مشرتابه له مثبتو او ښو کارونو څخه ستاینه وکړه او د امنیتي ځواکونو ښوونیزې سويې د لوړولو په موخه د دواړو وزارتونو ګډ کوښښ يې د دواړو لورو په کاري لاسته راوړنو کې تاثیر لرونکي اقدام یاد کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS