پوهنې وزارت کې د دیني علومو د آزموینې ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۳:۴۵
ghcfc

د ديني علومو هغه آزموينه چې څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رياست لخوا، د یاد وزارت د مرکزي هستې له شاوخوا ۳ زرو تنو کارکوونکو څخه اخيستل شوې وه، نن يې پايلې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د مسئولينو له خوا اعلان شوې.

یاد مراسم د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، چې پکې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي جمعه خان سروري، یو شمېر ادارې مسئولینو او کارکوونکو حضور درلود.

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئيس وويل، د یادو سياليو څخه يې اساسي موخه، د ديني او فقهي مسايلو په اړه د کارکوونکو د پوهاوي د کچې لوړول دي او زیاته یې کړه چې زموږ برياليتوب په ديني زده کړو کې نغښتی دی.

همدارنګه نوموړي هوډ څرګند کړ، چې د کارکوونکو د علمي ظرفیتونو د لوړولو دغه لړۍ به همداسې دوام ولري او په دې اړه به ډېر ژر منسوبینو ته په پښتو او دری ژبو یو ښوونیز کتاب چمتو شي.

د غونډې په پای کې ۱۸ تنه هغه ممتاز کارکوونکي چې په یاده آزموینه کې یې لوړې نمرې اخیستې وې، په ډالیو وویاړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS