پوهنې وزارت مشرتابه د وکیل شاه خان څخه چې خپله ځمکه یې د نجونو ښوونځي د جوړولو لپاره ورکړه، ستاینه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳ - ۱۴:۲۴
پوهنې وزارت مشرتابه د وکیل شاه خان څخه چې خپله ځمکه یې د نجونو ښوونځي د جوړولو لپاره ورکړه، ستاینه وکړه

پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د مشرتابه یو شمیر غړو د وکیل شاه خان څخه چې خپله ځمکه یې د نجونو ښوونځي جوړولو لپاره ورکړه ستاینه وکړه.

دا غونډه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، ډاکتر بلخي د خوست ولایت په تڼی ولسوالۍ کې د نجونو زده کړو لپاره د وکیل شاه خان له پاملرنې او د پوهنې له ملګرتیا څخه خوښي وښوده.

وکیل شاه خان په دې غونډه کې وویل چې د هغه په سیمه کې د نجونو ښوونځي لپاره هیڅ ځمکه نه وه او د خپل احساس له مخې یې د نجونو ښوونځي لپاره خپله ځمکه ورکړه.

د یادونې وړ ده چې وکیل شاه خان د خوست ولایت په ټنی ولسوالۍ کې د پنځو ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت خپله شخصي ۲ جریبه ځمکه د نجونو ښوونځي جوړولو لپاره یې د پوهنې وزارت ته وسپارله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۹:۵۲
Background image

پوهنې وزارت په ۳۹ بابه منځنیو ښوونځیو کې «د رشته‌بندۍ تطبیق» په اړه سیمینار ترسره کړ

پوهنې وزارت په «۳۹ بابو منځنیو ښوونځیو کې د رشته‌بندۍ تطبیق» تر سرليک لاندې یو سیمینار د مرکزي او ولایتي ریاستونو د ۲۴۰ تنو مسٸولینو لپاره جوړ کړ.
د ياد سیمینار موخه دا وه چې، د یادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

BACK TO NEWS