پوهنې وزارت شکایتونو ته د رسیدو په موخه سیار ټیمونو جوړ کړل.
پوهنې وزارت- کابل: د هیوادوالو شکایتونو څیړلو په موخه پوهنې وزارت سیار ټیمونه چمتو کړي دي.دا ټيمونه مسئولیت لري چې هره ورځ د پوهنې وزارت هغه برخې وڅاري چې ډیر هیوادوال هلته د ورځنيو کارونو په موخه راځي او د هیوادوالو شکایتونه به د هغوي په شتون کې د لاسته راوړلو نه وروسته حل کړي.
د شکایتونو سیارو ټيمونو غړي هغه ورځ بغیر له دمې نه د بشري سرچینو، نتایجو او شهادتنامو او د کابل ښار پوهنې ریاستونو کې ګرځنده دنده لري او هغه هیوادوال چې ستونزه لري، لارښوونه به ورته وکړي او د هغوي شکایتونو او ستونزو د حل په موخه به جدي هڅې وکړي.
پوهنې وزارت په ټول افغانستان کې د خپل پراخ تشکیل او لوي ساحوي پوښښ په پام کې نیولو سره، د خپلو هیوادوالو شکایتونو او ستونزو حل لپاره لاندې ګامونه اخیستلې دي.
شکایتونو ته د رسیدو عمومي مدیریت مینځ ته راوړل
راغلو شکایتونو لپاره د صندوقونو جوړول، او د پوهنې وزیر له خوا د راغلو شکایتونو څیړل
د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري هره اونۍ دوشنبه د مراجعینو او ستونزه لرونکو هیوادوالو منل
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمسیون د شکایتونو رسیدو بورد، د جمهوري ریاست د شکایتونو رسیدو ریاست، د جمهوري ریاست د امورو اداري د شکایتونو رسیدنې کمسیون او د ولسي جرګې د شکایتونو رسیدو کمیټو سره د همغږي مینځ ته راوړل
په ټولنیزو شبکو کې د پوهنې وزارت له رسمي پاڼو څخه د هیوادوالو شکایتونو لاسته راوړل
د پوهنې وزارت د دفتر ریاست سره په مستقیم ډول د خپرو له لاري د هیوادوالو ستونزو ته رسیدل
په آنلاین ډول د رسنیو له لارې د هیوادوالو ستونزو او شکایتونو لاسته راوړل او حل کول
پوهنې وزارت په پلان کې لري چې په نژدې ورځو کې به د اترا اداري په همکاري د شکایتونو لاسته راوړلو په موخه، په آنلاین ډول یو کال سنټر فعال کړي،
د یادونې وړ ده چې د روان هجري لمريز کال د حمل میاشتې نه تر اوسه ۶۴۸ جدي شکایتونه د پوهنې وزارت شکایتونو ته د رسیدو څانګي له لوري ثبت شوي دي، او په زرهاوو نور شکایتونه په مستقیم ډول د پوهنې وزارت مشرتابه سره شریک شوي چې د څیړلو نه وروسته، یادو شکایتونو ته رسیدنه شوي ده.
