پوهنې وزارت د ولایتونو لپاره د اداري چارو اسانتیا او روڼتیا په موخه نوي ولایتي استازي وټاکل
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزارت د اداري چارو اسانتیا او کاري روڼتیا په موخه د ولایتي چارو لپاره خپل نوي استازي په دنده وګمارل.
دا غونډه چې په همدې موخه تر سره شوه؛ پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د نويو استازو ټاکلو او د پخوانیو استازو لرې کولو موخه په ولایتونو کې د ښونیزو خدمتونو پرمختګ، فساد څخه د مخنیوي، د اداري چارو اسانتیا او روڼتیا د ولایتونو او مرکز د اړیکو او چارو لپاره د ډیرې پاملرنې په موخه تر سره شوي دي.
ډاکتر بلخي د ښوونې او روزنې خدمتونو ښه والي په موخه د ولایتونو پوهنې رئیسانو صلاحیتونو ډیرولو ته په اشارې سره پدې موضوع ټینګار وکړ چې د نويو استازو پیژندنه به وکولاي شي د دې پروسې مثبتو اړخونو لپاره یو غوره ګام ثابت شي.
د دې غونډې په دوام کې، د ولایتي چارو لپاره نويو ټاکل شویو استازو د پوهنې وزارت مشرتابه سره ژمنه وکړه چې خپله دنده به د ژمنې او صداقت پر اساس د افغان ماشومانو ښوونې او روزنې په ګټه تر سره کړي.
