پوهنې وزارت د لوګر ښوونځیو ته د درسي کتابونو د لېږد بهیر پیل کړ
پوهنې وزارت_لوګر: د پوهنې وزارت د لوګر ولایت د ښوونځیو لپاره د شاوخوا ۱۸۳ زره ټوکه نوېو چاپ شویو درسي کتابونو د لېږد بهیر پیل کړ.
یاد ولایت ته د درسي کتابونو د لېږد بهیر د پوهنې سرپرست وزیر ښاغلي ډاکتر میرویس بلخي په لارښوونه پیل شو.
د پوهنې وزارت د لوګر ښوونځیو ته د ابتدائیه دورې د اړتیا له مخې ټول ټال ۱۸۳۷۱۷ ټوکه کتابونه لیږي، چې تر اوسه ۱۲۲ زره ټوکه کتابونه یې لېږلي دي.
په نوموړو درسي کتابونو کې د ابتدائیه دورې اړوند په پښتو او دري ژبو کتابونه شامل دي، چې ټول په رنګه بڼه نوي چاپ شوي کتابونه دي.
دغه کتابونه به په لومړي سر کې د لوګر د پوهنې ریاست د درسي کتابونو په کدامونو کې ځای پر ځای شي او له هغه وروسته به پر ښوونځیو ووېشل شي.
د لوګرد پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د پوهنې وزارت له چارواکو د مننې تر څنګ د نوموړو کتابونو په را رسېدو خوښي څرګنده کړه.
د پوهنې رئیس زیاته کړه،چې د دغو کتابونو په وېشلو سره به د ابتدائیه دورې د شته زده کوونکو د کتابونو د کموالي ستونزه هواره شي.
د یادونې وړده،چې پوهنې وزارت د ښوونځیو لپاره ۱۲،۲ میلیونه نوي درسي کتابونه چاپ کړي، چې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته به واستول شي.
