په ۶ ولایتونو کې له ۱۰۰۰ تنو څخه د زیاتو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرامونه جوړ شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
5214

د پوهنې وزارت له لوري، د کابل ښار او ولایت په ګډون، په ارزګان، زابل، سرپل، کندهار او لغمان ولایتونو کې د درې، څلور او شپږ ورځنیو ښوونیزو سیمینارونو او ورکشاپونو لړۍ، د ښوونکو او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره ترسره شوې، چې له ۱۰۰۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو ترې ګټه اخیستې ده.
د مسئولینو په وینا، د دغو پروګرامونو موخه د ښوونکو او د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د تدریسي مهارتونو معیاري کول او د ښوونیز او روزنیز بهیر د اغېزمنتیا زیاتول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS