په کونړ ولایت کې یو باب دیني مدرسه تاسیس شوه
د پوهنې وزارت له لوري د کونړ ولایت مرکز اړوند په کرهالي کلي کې د ښځینه وو لپاره یو باب دیني مدرسه، د یاد ولایت د پوهنې رياست مشرتابه، ديني علماوو او قومي مخورو په حضور کې تاسیس او په فعالیت یې پیل وکړ.
دغه ديني مدرسه د ياد کلي د اوسېدونکو په غوښتنه او د پوهنې وزارت د مشرتابه په منظورۍ تاسیس شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي محب الله حیدري د کونړ د خلکو له علم پروره احساس څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې خلک کولای شي، خپل ماشومان د زده کړو لپار په یاده مدرسه کې شامل کړي.
همدارنګه د کونړ د جهادي مدرسې مسئول الحاج شیخ مولوي رحمت دین مدني هم د ښوونیزو بنسټونو د جوړېدو په اهمیت او د ټولنې په اصلاح کې د هغو پر رغنده رول خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه د علم او پوهې تر لاسه کولو ته وهڅوي.
