په کونړ ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو لپاره پروژې پلې شوې
د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ د چمیاري کلي لومړني ښوونځي او د دانګام ولسوالۍ مرکزي عالي لېسې احاطويدېوالونه او اړین ملحقات جوړ شول.
د یادو پروژو ټول لګښت ۲مېلیونه۶۲۹ زره۳۷۳ افغانۍ دی، چې د یوې همکارې ادارې لخوا ورکړل شوی دی.
د پوهنې چارواکي وايي چې د پورته ذکر شویو ښوونځیو اساسي بیارغونې سره، د زرګونو زدهکوونکو لپاره خوندي، مناسب او معیاري تعلیمي چاپېریال چمتو شوی دی.
