په کنړ کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۰ - ۱۴:۳۵
په کنړ کې د یو ښوونځي ودانۍ پرانېستل شوه

پوهنې وزارت_کنړ: د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د پشد بېلې د لومړني ښوونځي ودانۍ دیو لړ مراسمو په ترڅ کې ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې جوړه شوې، چې ۱۰ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، یو لابراتوار، یوه تحویلخانه ، د احاطي دیوال، ۶ غرفی تشنابونه او نورې اړوندې ټولې آسانتیاوې لري. د یاد ښوونځي پر نوې ودانۍ د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجی ځخه څه دپاسه ۱۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې دکنړ ولایت والي عبدالستار ميرزکوال ، د ولایتي شورا وکیلانو، قومي مخورو، دیني علماوو، ځوانانو او د یاد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
والي په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او له ولسونو یې وغوښتل، چې د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي هڅې وکړي. او هیله یې وښوده، چې ددې ولایت د پوهنې په برخه کې د پلان شویو پروګرامونو له عملي کېدو سره به موجوده ستونزې او ننګونې تر یوه بریده هوارې شي.
د کنړ د پوهنې رییس استاد مجيب الرحمان همدرد د په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې له پوهنې د ملاتړ کال په ترڅ کې هڅه کوي ددې ولایت په ټولو برخو کې د ښوونې او روزنې روان بهیر ته لازمه وده او پرمختګ ورکړي. دی زیاتوي، چې د یاد ښوونځي د نوې ودانۍ پرانېستل ددې ولایت د پوهنې د کیفیت لوړېدو برخه کې یوه ښه بېلګه ده او هڅې یې دادي چې په دې برخه کې تر پخوا خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS