په کندوز کې یو ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ شوه
د کندوز ولایت د خانآباد ولسوالۍ معارف دوستو اوسېدونکو، د حاجي دراني لومړني ښوونځي ته دوه جریبه ځمکه ډالۍ کړې، چې ارزښت یې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد د دغه نېک او ارزښتناک اقدام د ستاینې ترڅنګ، د پوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې د خلکو ملاتړ او همکاري مهمه وبلله.
نوموړي زیاته کړه، چې د ښوونیزو اسانتیاوو په برابرولو کې د خلکو ونډه د تعليمي بنسټونو د اړتیاوو په پوره کولو او د ماشومانو لپاره د مناسب ښوونیز چاپېریال په رامنځته کولو کې ارزښتناک رول لري.
