په کندهار ولایت کې هممهاله ۹ بابه ښوونځي پرانیستل کېږي

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۵۰
بیلا

د کندهار پوهنې ریاست په یو بیان کې ویلي چې د یوې همکارې ادارې په مرسته، په ټولیزه توګه ۹ بابه ښوونځي ترمیم شوي دي:

۱- په معروف ولسوالۍ کې دوه بابه ښوونځي؛

۲- په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۲-۳ بابه ښوونځي؛

۳- په ارغستان ولسوالۍ کې دوه بابه ښوونځي؛

۴- په ډنډ ولسوالۍ کې یو باب ښوونځی؛

او په دامان ولسوالۍ کې یو باب ښوونځی.

دا پروژه د ۷۴ مېلیون ۳۵۴ زره ۱۴۸ افغانیو په ټولیز لګښت پلې شوې او د ګټې اخیستلو لپاره چمتو شوې ده.

د پرانیستې په مراسمو کې پوهنې مسئولینو او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو استازو، علماءکرامو، د ادارې مسئولینو او عامو خلکو ګډون درلود.

د پوهنې چارواکو او نورو ویناوالو د ټولنې د اصلاح، هوساینې او د هېواد پرمختګ په برخه کې د علم د اهمیت او رول په اړه خبرې وکړې، له خلکو یې وغوښتل چې په مدارسو او ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو شاملولو لپاره هڅې وکړي او د پوهنې وزارت له پروګرامونو څخه مادي او معنوي ملاتړ وکړي.

علماءکرامو او اوسېدونکو د خپلو ویناوو پرمهال، په ټول هېواد کې د تعلیمي مرکزونو د پراختیا په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له هڅو ستاینه وکړه او د هېواد له پوهنیز نظام څخه یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴۲
Background image

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکي د کاري وړتياوو لوړونې له سیمیناره برخمن شول 

د بامیان ولایت پوهنې ریاست، د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د «اغېزمن تعلیمي مدیریت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی روزنیز سیمینار د یاد ریاست په مقام کې جوړ کړ.
په دغه سیمینار کې د پوهنې ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى سيمينار جوړ شو 

د پوهنې وزارت د تقنيني سندونو او لارښودونو د برېښنایي ثبت سیسټم پېژندنې په هکله يو ورځنى روزنيز سيمينار، د یاد وزارت د علمي شورا د رٸيس محترم مولوي محمداسحق حقيقي، مسٸولينو او د مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د بامیان ولایت د ښوونځیو ۶۶ تنو ښوونکو په روزنیز ورکشاپ کې ګډون وکړ 

د هغو مېتودیکي ورکشاپونو په لړۍ کې چې د ملک د ښوونځیو د ښوونکو لپاره د زده‌کړو کیفیت ښه‌والي په موخه پیل شوي دي، دا ځل په بامیان ولایت کې د «اغېزمنې زده‌کړې او تدریس ترویج» تر سرليک. . .

BACK TO NEWS