په کندهار ولایت کې د ۷ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د یو باب ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۱
a\cd\c

د کندهار ښار په عینو مینې سیمه کې د عبدالله ابن عباس «رضی الله عنه» ښوونځي رغنیزې چارې د ۷ مېلیونه ۲۱۵ زره افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته بشپړې شوې.
د ښوونځي دغه نوې ودانۍ ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د څښاک پآکو اوبو یو حلقه څاه، تشنابونه، د لمریزې برېښنا منظم سیسټم او نور ملحقات لري، چې د ماشومانو لپاره یې اړینې تعلیمي اسانتیاوې برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو ریاست پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو د رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په مشرۍ پلاوی د خصوصي ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د څارنې او ارزونې په موخه هرات ولایت ته ورسېد.
پلاوي د یاد ولایت له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

په لوګر کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په باغک سیمه کې د «انوار محمدیه» دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د سیمه‌ییزو خلکو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پر نیم جریب وقف شوې ځمکه پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند ۱۴۴علمي غړو کړنې وارزول شوې

د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست له لوري، د کابل ښار ښوونیزو حوزو اړوند د مسلکي پراختیا ۱۴۴ علمي غړو کړنې او فعالیتونه وارزول شول، چې له ډلې یې ځینې د غوره. . .

BACK TO NEWS