په کندز کې د بیځایه شویو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د فرصتونو رامینځته کول

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۵ - ۱۰:۳۰
په کندز کې د بیځایه شویو ماشومانو لپاره د ښوونې او روزنې د فرصتونو رامینځته کول

 

د کندوز ولایت د پوهنې ریاست په چوکات کې د ماشومانود ملاتړ ادارې له لوري د یاد ولایت په مرکز او شپږ ولسوالیو کې د داخلي بې ځایه شویو ، له کډوالۍ راستنو شویو او راستنیدونکو ماشومانو لپاره به د زده کړو نوی پړاؤ پيل شي. 
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوي وه د ماشومانو د ملاتړ ادارې مسؤلینو په داسي حال کې د کندز والی، د پوهنې رئیس، په ولایتي شورا کې دخلکو استازو، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو او د مدني ټولنو غړو ګډون درلود خپل معلومات ولایت مقام ته وړاندې کړل.
د ماشومانو دملاتړ اداری مسوولینو وویل: (( سږ کال به دکندوز په مرکز او شپږ ولسوالیو کې د ماشومانو دلیک لوست په موخه کلیو او بانډو کې (۴۷۲) ټولګي پرانیزي چې ټولټال به پکې (۱۶۵۲۰) تنه زده کوونکو ته د ۴۲۰ تنو ښوونکو له لوري زده کړې ورکړل شي، چې دښوونکو ۷۵ سلنه به يې ښځېنه وي. 
د ماشومانو د ملاتړ اداري زیاته کړه ،چې دوی په تېر کلونو کې هم په کندوز کې دلیک لوست پروګرام درلود خو دا کال به دتېر په پرتله په بېساري توګه خپل پرورګامونه زیات کړي. او کلي په کلي به د داخلي بیځایه شویو او له کډوالۍ راستنوشویو ماشومانو لپاره د زده کړو فرصتونه زیات کړي او هم به په دغو ښوونځیو کې زده کوونکو ته د تدریسي موادو او نور ټول امکانات برابر کړي. 
همدا راز د کندوز والي دیادې اداري له مرستو مننه وکړه او زیاته يې کړه چې کندوز ته په هر اړخیزو برخو کې د موسساتوپاملرنه د ستاینې وړ ده او غوښتنه يې وکړه چې لازیات دې مرستندویان دغه ولایت ته توجه وکړي. د ولایت مشرتابه د پوهنې ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چي د ماشومانو د ملاتړ ادارې له مسؤلینو سره د دغه ښوونیز بهیر په ښه ترسره کیدوکې مرسته وکړي،څو هیڅ ماشوم له زده کړو پاتې نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS