په کاپيسا ولايت کې د هلکانو د یوې لېسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کاپیسا ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د اړوکو د هلکانو لېسې نوې ودانۍ، د پوهنې ریاست مشرتابه، ولایتي چارواکو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د سیمه ییز دفتر استازو، دیني علماوو، مشرانو او د سیمې خلکو په حضور کې پرانیستل شوه.
د کاپيسا ولايت مرستيال او د پوهنې رئيس په خپلو خبرو کې د UNHCR ادارې له مسئولينو څخه د یادې پروژې د مالي ملاتړ له امله مننه وکړه او له خلکو يې وغوښتل، چې خپل اولادونه د ښوونې او رزونې ترلاسه کولو لپاره ښوونځیو او مدارسو ته واستوي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د سیمه ییز دفتر استازي لیونارد زولو، له پوهنې سره د همکاریو د دوام د ژمنې په ترڅ کې، له زده کوونکو وغوښتل چې د ښوونځي د نوې ودانۍ ساتنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ښوونځي دغه نوې ودانۍ په یو وخت کې د ۱۵۰۰ زده کوونکو په ظرفیت سره ۲۴ درسي ټولګي، د اوبو یو څاه له نورو اړینو ملحقاتوسره لري چې ټول مالي لګښت یې ۳۸۰ زره امريکايي ډالره بلل شوی.
