په کابل کې د یو خصوصي ښوونیز بنسټ لخوا د "داسلام مقدس دین او سیکولارېزم پېژندنه او مسئولیتونو ته ژمنتیا" په اړه سیمینار جوړ شو

په کابل ښار کې د یو خصوصي ښوونیز مرکز له لوري «د اسلام مقدس دین او سیکولارېزم پېژندنه او مسئولیتونو ته ژمنتیا» تر سرلیک لاندې سیمینار، د پوهنې ریاست مسئولینو، د تعلیمي حوزو آمرینو، علماءکرامو او ځوانانو په حضور کې جوړ شو.
د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني د خبرو پر مهال وویل، چې له بهرنیو فرهنګونو سره د مبارزې یوازینۍ لار په اسلامي روحیې سره د هېواد بچیانو روزنه ده او څرګنده یې کړه، چې دا مسئولیت د ښوونکو او د زده کوونکو والدینو ته زیات متوجې دی، تر څو خپل راتلونکي نسلونه په بشپړې اسلامي او ملي روحیې سره وروزي.
همدارنګه نوموړي په ټولنه کې د خلکو د مسئوليت پر اهميت او د ملي یووالي په چوکاټ کې د ملت او نظام د مسئوليتونو پر مشخصولو او د سيکولار نظامونو د منفي اړخونو په اړه خبرې وکړې.
په غونډه کې يو شمېر پېژندل شويو علماءکرامو او منورو شخصيتونو د اړوندې موضوع پر مرکزیت خبرې وکړې او د بهرنيانو د فرهنګي يرغل پر وړاندې يې پر قوي مبارزې ټينګار وکړ.