په کابل ښار کې له ۲۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د کابل ښار پوهنې ریاست مسئولین وايي، د هغو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو لپاره چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې خپل ملک ته راستانه شوي، په ۱۷م پړاو کې، له ۲۱۰ تنو څخه د لسم او یوولسم ټولګيو لپاره ازموینه اخیستل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د روان کال له پیل راهیسې، د کابل ښار پوهنې ریاست له ۴۸۱۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت معلومولو لپاره ازموینه اخیستې او هغوی یې د کابل ښار ښوونځیو په اړوندو ټولګیو کې شامل کړي دي.
