په کابل ولایت کې د ۴ بابه ښوونځيو بنسټ ډبرې کېښودل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۴۴
fg

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې د معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل له لوري، په کابل ولایت کې د ۴ بابه لومړنیو ښوونځيو بنسټ ډبرې کېښودل شوې؛ چې پکې لاندې ښوونځي شامل دي:
١__ په بګرامي ولسوالۍ کې د ميرويس مېنې او چشمه وكا ۲ بابه لومړني ښوونځي.
2__ سروبي ولسوالۍ اړوند د بزک خېل لومړنی ښوونځی.
3__ په قره باغ ولسوالۍ د قلعه باز لومړنی ښوونځی.
په پلان کې ده، د پورتنیو ښوونیزو بنسټونو له جملې څخه د هر یو ښوونځي ودانۍ ۶ درسي ټولګي، يوه اداري خونه او نور اړین ملحقات ولري او ټولیز لګښت یې ۵۵ مېلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د "وطن پرمختیا او نوښت مؤسسې"  له لوري تموېلیږي.
د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین په خپلو خبرو کې، د یادو سیمو اوسېدونکو ته د دغو ښوونځیو د رغنیزو چارو د پیل له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه، یاد وزارت هڅه کوي، تر څو د خپلې تګلارې سره سم د ښوونیزو بنسټونو د پراختیا ترڅنګ، په ټول هېواد کې ښوونیز او روزنیز خدمات وړاندې کړي.
بل پلو د سیمې یو شمېر قومي مخورو او علماء کرامو د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه د هېواد بچیانو د زده کړې په برخه کې مننه وکړه او د افغانستان پوهنیز نظام سره یې له خپل لوري د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS