په کابل ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۱۵
52

د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت فرزه ولسوالۍ اړوند قلعه نو لومړني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودله.

د پوهنې رئیس د معلوماتو له مخې، د ښوونځی دغه ودانۍ ۶ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نور اړین ملحقات لري، چې د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته د ۱۰ مېلیونه۶۶۶زره ۷۵۰ افغانیو لګښت سره به جوړه شي.

د يادونې وړ ده، چې د همدغه ښوونځي جوړېدو لپاره ځمکه د سيمې د سوداګرو او ځایي اوسېدونکو له خوا ورکړل شوې ده.

د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ولایت فرزې ولسوالۍ له معارف دوسته اوسېدونکو څخه د یاد ښوونځي لپاره د ځمکې د ورکړې له امله مننه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS