په ښوونځيو کې د ACR درسي کتابونو پلي کولو څرنګوالي په اړه پوهنې وزارت مشرتابه مهمه غونډه تر سره کړه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۷:۲۵
په ښوونځيو کې د ACR درسي کتابونو پلي کولو څرنګوالي په اړه پوهنې وزارت مشرتابه مهمه غونډه تر سره کړه

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه په نوي ښوونیز کال کې د ACR درسي کتابونو پلي کولو څرنګوالي په اړه مهمه غونډه تر سره کړه.
په دې غونډه کې، پوهنې وزارت مشرتابه د (ACR(The Afghan Children Read ښوونیز نصاب پروژې په اړه او د یادې پروژې د همکاريو په څرنګوالي او په ښوونځيو کې د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر د ACR درسي کتابونو پلي کولو په موخه د نیمګرتیاوو په لري کولو ټينګار وکړ او د یادې موضوع د لنډیز په موخه ېې د تخنیکي غونډو د تر سره کولو څخه خبر ورکړ.
د یادونې وړ ده چې ACR(The Afghan Children Read) په هرات، ننګرهار، کابل او لغمان ولایتونو کې د ټولګي اصولو او د ښوونځي څخه وړاندې لوستلو نمونو څخه د څارنې مسئولیت د ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۲۱ کال پورې په غاړه اخیستې.
د یادونې وړه ده چې د یادو څلورو ولایتونو د پروژو پایلو له بیاکتنې وروسته د پوهنې وزارت او یاد بنسټ ترمینځ د نورو همکاریو تمه کیدای شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS