په ښوونځيو کې د وړتیا آزموینو خبرتیا:
ټولو هغو زده کوونکو ته چې د نمرو فیصدي ۸۵ سلنه پوره کوي او د وړتیا آزموینو د ترسره کولو او لوړ ټولګي ته د ارتقا غوښتونکي وي خبر ورکول کیږي، د وړتیا آزموینې چې وړاندې له دې د ولسوالیو د پوهنې په آمریتونو او ښوونیزو حوزو کې اخیستل کیدې، سږکال به زده کوونکو ته او په ځانګړي توګه نجونو زده کوونکو ته د آسانتیا د رامنځ ته کولو په موخه د کب میاشتې په ۱۵ نیټه په اړوندو ښوونځيو کې اخیستل کیږي.
غوښتونکي زده کوونکي کولای شي چې د وړتیا آزموینې د ترسره کیدو په موخه خپلو اړوندو ښوونځيو ته مراجعه وکړي.
