په پکتیکا کې د یو ښوونځي ودانۍ ترمیم شوه
د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند سرخت ښوونځي د ترمیم او رنګولو چارې، چې د سیمې د خلکو په ۵۱ زره افغانیو مالي مرسته پيل شوې وې، بشپړې شوې.
یاده مرسته د ښوونځي د ښوونیز چاپېریال ښهوالي، زدهکوونکو ته د مناسب او خوندي ښوونیز چاپېریال د برابرولو او د ښوونیزو خدمتونو لا پیاوړتیا په موخه راټوله او لګول شوې ده.
د ياد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد، د دغه نېک اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د ښوونځیو په بیارغونه او پراختیا کې د خلکو، والدینو او د پوهنې د ملاتړو ونډه او همکاري ډېر اهمیت او ارزښت لري.
