په پکتیکا ولایت کې ۱۵۰ تنه ماشومان له ښوونیزو خدماتو څخه برخمن شول

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۲۰
654456

د باب العلوم فاروقیه کلیوالي مدرسه چې د پکتیکا ولایت جاني‌خېل ولسوالۍ اړوند په بابوخېل کلي کې موقعیت لري، اوس تازه د پوهنې مسئولینو لخوا د استفادې لپاره پرانیستل شوه.
د یادې مدرسې جوړولو ټولیز لګښت ۲۰ زره افغانیو ته راغلی، چې د محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي لخوا ورکړل شوی دی.
دغه مدرسه درې ټولګي، سولر برېښنا سیسټمونه، صحي اوبه او احاطوي دېوال لري، چې د ۱۵۰ تنو زده‌کوونکو د ظرفیت وړتیا لري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS