په پکتیکا ولایت کې یو دارالعلوم پرانیستل شو
د پکتیکا ولایت خیرکوټ ولسوالۍ په حسین آباد کلي کې دارالعلوم اسلامیه روحانیه، د پوهنې ریاست د مشرتابه پلاوي، د دولتي ادارو د مسئولینو، علماوو او مشرانو په ګډون، د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
یاد دارالعلوم په دوه جرېبه ځمکه کې د يو ميليون افغانيو په لګښت جوړ شوى، چې د جوړېدو لګښت یې د پوهنې د یوه دوست شخصیت مولوي مير احمد روحاني او د سيمې د خلکو له لوري ورکړل شوى دى.
د پکتیکا پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي او یو شمېر دیني علماوو په خپلو خبرو کې، د دیني بنسټونو په جوړولو کې د دنیا او آخرت ثوابونه په ګوته کړل او له نورو شتمنو خلکو یې وغوښتل، چې د هېواد د پوهنې نظام په پیاوړتیا کې خپل ارزښتناک رول ولوبوي.
په ورته مهال، له زده کوونکو وغوښتل شول چې د ياد دارالعلوم د وسايلو او تاسيساتو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
