په پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونیز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۸:۴۵
123

د پکتیکا ولایت وازه خوا ولسوالۍ کې، د پوهنې ریاست مشرتابه، دیني علماوو، قومي مشرانو او د ملکي او نظامي ادارو د یو شمېر مسئولینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یوه ښوونیز مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. 
یاد ښوونیز مرکز چې د ندوة الطیبین په نوم یادیږي، په ۲.۸ جرېبه ځمکه کې، د پوهنې دوست  شخصیت مولوي عبدالمالک سعید په مالي لګښت جوړیږي.
ويل کيږي چې په یاد ښوونیز مرکز کې د عصري او ديني علومو د تدريس لپاره دوه جلا ځايونه په پام کې نيول شوي دي.
په یادو مراسمو کې ویناوالو د ژوند د چارو په تنظيمولو او د ټولنې د پرمختګ په لاره کې د پوهنې او ساينس په اهميت خبرې وکړې او د علمي او تحصيلي بنسټونو جوړول يې د خيريه کارونو يوه برخه وبلله.
د سيمې اوسېدونکي هم د یاد علمي مرکز له جوړېدو خوښ دي او وايي، چمتو دي چې خپل ماشومان د دیني او ساینسي علومو د زده کړې لپاره یاد مرکز ته ولېږي.
یاد مراسم د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS