په پکتیا کې د څارندوی رامنځته کیدلو ۸۸ مه کلیزه ونمانځل شوه
د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست اړوند څارندوی مدیریت په هیواد کې د څارندوی رامنځته کیدلو ۸۸ مه کلیزه ونمانځله.
په یادو مراسمو کې د ولایت مرستیال والي عبدالولي سهي سربیره څارندویانو، ښوونکو او بیلابیلو مسؤلو چارواکو ګډون درلود.
ښاغلي سهي د څارندویانو د سپیڅلي مسؤلیت پخوانۍ مخینې سربیره په ښوونځیو کې ددوی په ارزښت او موثریت خبرې وکړې.
نوموړي وویل چې څارندویان دي چې د ښوونځیو د نظم او دسپلین رامنځته کولو لپاره هڅه کوي او تل د نظم رامنځته کولو لپاره یواځې د احساس له مخې مسؤلیت مني.
د پوهنې ریاست رهبری تل د ښوونځیو د نظم رامنځته کولو په پار له هرې ممکنه لارې ګټه اخلي او د یاد ریاست د څارندوی امریت له مسؤلینو منندوی دی.
