په پکتیا ولایت کې یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه

الحاج حکیم جان چې د پکتیا ولایت یو تن علمي شخصیت او ملي سوداګر دی، د یاد ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې په خپل شخصي لګښت د ۱۹.۲ مېلیونه افغانیو په لګښت، د یو باب دیني مدرسې لپاره نوې ودانۍ ورغوله.
یاده ودانۍ د اوبو او برېښنا وزارت د سرپرست مولوي عبداللطیف منصور، د حج او اوقاف وزارت د مرستیال مولوي عزیز الرحمن منصور، د پوهنې رئیس، مسئولینو، د ولایتي ادارو چارواکو، جیدو علماءکرامو او ځایي مشرانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
په دغو مراسمو کې، د پکتیا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي مېلمنو او ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او د اسلام د مقدس دین له نظره یې د تعلیمي مرکزونو جوړولو د ګټو په اړه خبرې وکړې او دا یې صدقه جاریه نېک عمل وباله.
نورو ویناوالو هم د علم او پوهې اهمیت په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان مدارسو او ښوونځیو ته واستوئ.
د یادونې وړ ده، پورته ذکر شوې مدرسه چې په ۳ جرېبه ځمکه کې جوړه شوې، ۳۰ معیاري درسي خونې، ۲ اداري خونې له ټولو اړینو آسانتیاوو سره لري، او په یو وخت کې د ۱۲۰۰ تنو زده کونکو ظرفیت لري.