په پکتیا ولایت کې د ۹ بابه ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
د پکتيا ولايت پوهنې رئيس مولوي عبدالقيوم فاروقي وويل، د پوهنې په برخه کې د يو همکار بنسټ مسئولينو ژمنه کړې، چې په یاد ولايت کې به د ۹ بابه ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړي.
د پوهنې رئيس څرګنده کړه، دغه مرسته کوونکي بنسټ د يادو ودانيو د ترميم لپاره ۷۲ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
دغه راز پوهنې رئیس وويل، په دې تړاو يې يوه کمېټه ټاکلې، تر څو هغه ښوونځي په نښه او وڅېړي، چې ودانۍ او سالم ښوونیز چاپېریال نه لري.
د پکتيا پوهنې رياست مشرتابه په يادو پروژو کې له ښکېلو شرکتونو وغوښتل، چې د توکو کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي.
ټاکل شوې ده، له څېړنو وروسته به په راتلونکو ورځو کې د يادو ښوونځيو د رغولو عملي چارې پيل شي.
