په پنجشېر ولایت کې له م.جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخيستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۰ - ۱۲:۱۱
12

د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د افغانستان.ا.ا. له ۸۰۰ تنو م.جاهدینو څخه د هغوی د سويې د تثبیت په موخه آزموینه واخيستله. د یاد ولایت پوهنې رئیس مفتي حبیب الله نوري قتاده، د م.جاهدينو د زحمت او سرښندنې د ستاينې په ترڅ کې په ډاګه کړه، چې دوى د جهادي بوختياوو له امله د خپلو زده کړو له دوام څخه پاتې شوي وو. ورپسې د پنجشېر ولايت د مقام دفتر رئيس د یادې آزموينې د ترسره کولو له امله د پوهنې وزارت له مشرتابه څخه مننه او قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې د دغه ولايت مقام تل د پوهنې د پراختيا په برخه کې همکاري کوي. دغه راز د پوهنې مسئولينو د آزموينې د بهير د روڼتیا ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې په آزموينه کې بريالي شوي کسان به د ښوونځيو په يوولسم او دولسمو ټولګيو کې شامل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS