په پروان ولایت کې د ښوونځي یو باب الحاقیه تاسیس شوه

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ اړوند په قلعه ګولي کلي کې د هېواد ماشومانو لپاره د لازیاتو ښوونیزو آسانتیاوو د برابرولو په موخه، د شپې ښوونځي یو باب الحاقیه تاسیس او پرانیستل شوه.
د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې رئیس، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو، د ښوونځیو ښوونکو او علماوو هم حضور درلود.
د بګرام ولسوالۍ پوهنې آمر په وينا، په یاد ښوونیز بنسټ کې ١٢٠ تنه زده کوونکي شامل شوي، چې ټاکل شوې ده، وروسته له اداري ساعتونو څخه خپلو درسونو ته دوام ورکړي.