په ولایتونو کې د پوهنې لنډ خبرونه.

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۲:۲۸
فشرده از کارکردهای معارف در ولایات
  • بلخ:

دبلخ ولايت د پوهنې ريس الحاج مولوي عبدالجليل شهيدخېل د ايران د اسلامي جمهوريت له فرهنګي مسوول غلام حسين شيرزاد سره وکتل .
  ښاغلي شېرزاد د بلخ د پوهنې ریاست سره د زده کوونکو او استادانو د کلتوري مسایلو او د ظرفیت لوړونې په برخو کې د مرستو اعلان وکړ.

  • په یو بل خبر کې:

د بلخ ولايت د پوهنې ريس الحاج مولوي عبدالجليل شهیدخېل د يادې ادارې د ښوونيزو پروګرامونو په اړه چې په بلخ ولايت کې روان دي، د پاملرنې دفتر له مسوولينو سره خبرې وکړې او د دغه ولايت د خلم ولسوالۍ د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو په اړه يې نظرونه تبادله کړل.

  • شبرغان:

په شبرغان ولایت کې د افغان ترک ښوونځیو مسوولین وايي: د دغو ښوونځیو په اووم ټولګي کې د زده کوونکو د شاملولو په موخه د فاریاب، سرپل او جوزجان له ولایتونو څخه ۲۶۷ تنو هلکانو او نجونو په ځانګړې ازموینه کې ګډون کړی و.
د جوزجان ولايت د پوهنې ريس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د افغان ترک ښوونځيو له مسوولينو څخه د مننې په ترڅ کې د دغه ډول پروګرامونو پيلول د استعدادونو په پیدا کولو کې ګټور وبلل.

  • فراه:

حاجي عبدالظاهر د فراه ولایت یو تن خیرخواه شخصیت په خپل شخصي لګښت یې د شیب کوه والسوالۍ د دوقلعه ښوونځي د زده کوونکو لپاره یې، د ښوونځي وسایل لکه؛ قلمونه، کتابچې، پنسلونه او پنسلونه تراشونه ووېشلې.
د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه خیرخواه شخصیت له مرستو څخه مننه وکړه.

  • جوزجان:

د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د جوزجان ولایت د ولسوالیو د پوهنې آمرینو او د دې والسوالۍ د څارنې غړو لپاره یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د پلان، راپور ورکولو، ډیټابیس، عملیاتي پلان د طرحې د جوړولو په اړه روزنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې له ۴۰۰ تنو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د تخار ولایت پوهنې ریاست، د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۴۰۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د یاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتب‌خېل لیسه کې د زده‌کوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ په غوروچي سیمه کې د حضرت ابوبکر صدیق «رضي الله عنه» دارالحفاظ د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار له لوري کېښودل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS