په ولايتونو کې د پوهنې رياستونه د يونسيف موسسې په مرسته د ښوونځيو ښوونکو ته مسلکي روزنه ورکوي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۹:۱۱
په ولايتونو کې د پوهنې رياستونه د يونسيف موسسې په مرسته د ښوونځيو ښوونکو ته مسلکي روزنه ورکوي.

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا ریاست د ټاکل  شويو معيارونو مطابق مطلوبو وړتياوو ته د رسېدلو لپاره د خپلو تعليمي کارکوونکو د دوامدارې مسلکي ودې دنده په غاړه لري.
په همدې اساس، دې رياست د يونیسف مؤسسې په همکاري د ( د ښوونې او زده کړې د ودې اغيزمن پروګرام) په میدان وردګ، تخار، سرپل، سمنګان، پکتيا، پکتيکا، لوګر، کندز، خوست، غزني، ډایکنډي، باميان، کابل او کابل ښار کې د ۳۲۰ تنو مربیانو لپاره د خپلو سرمربيانو په واسطه د شپږو ورځو لپاره له  ۱۴۴۴/۷/٢۷ څخه تر ۱۴۴۴/۸/۴ نېټې پورې په بریالیتوب سره داير کړ.
 همدا راز د ننګرهار او نورستان ولايتونو د مربیانو ورکشاپ به په ۱۴۴۴/۸/۴ نېټه دایر شي.
د يادونې وړ ده، چې د پورتني پروګرام روزل شويو مربیان به په یادو ولایتونو کې د ابتدائیه دورې د ښوونځيو ۴۰۰۰ ښوونکي د شپږو ورځو لپاره په راتلونکو اونيو کې په ياد پروګرام کې وروزي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS