په هیواد کې د پوهنې د خبرونو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۱:۵۲
فشرده خبرهای معارف کشور

خوست:
د خوست ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې آمریت غړو د دغه ولایت د باک ولسوالۍ د سواد زده کړې د یو شمېر ښوونکو لپاره یو ورځنی ښوونیز سیمینار جوړ کړ او د دې ولسوالۍ د سواد زده کړې له څانګو یې هم څارنه وکړه.
د يو بل خبر له مخې:
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د څارنې او کتنې پلاوي د خوست ولايت د پوهنې له مسوولينو او قومي مخورو سره وکتل او ژمنه يې وکړه، چې د خوست ولايت او د هېواد په نورو ولايتونو کې به د خصوصي مدرسو په فعالولو کې ژر تر ژره مرستې وکړي.
دایکندي:
د دایکنډي ولایت د پوهنې رئیس مفتي رحمت الله مدثر د دغه ولایت د رهبرۍ په حضور کې د دایکندي ولسوالۍ ولسونه سالمې زده کړې ته وهڅول او ژمنه یې وکړه چې د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست به د خلکو لپاره صادقانه او اغېزمنې هڅې وکړي.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رياست مالي مرستيال حيات الله مسلميار او ورسره مل پلاوي د ذاکر مجفندک، سنجور، ميرزابهار، حاجي شاه عالم طاهري لېسو، ذاکر سراب، ذاکر عبدالفتاح عبدالمالک کړوخي د دغه ولایت د کرخ ولسوالۍ د حاجي شاه عالم طاهري د نجونو لېسه، شهید مولوي منځني لېسه، حاجي عبدالرحمن طاهري، ارملق، ماجوه، بادام تو او احمدي دیني مدرسو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
کاپیسا:
د سیرت النبی سیالۍ چې څه موده وړاندې د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د حیات الله شهید لېسې د ۱۳۰ زده کوونکو ترمنځ ترسره شوې وې، پایلې اعلان شوې.
د پوهنې ریاست د رهبرۍ او قومي مخورو په ګډون ۱۱ تنو ممتازو زده کوونکو او د هغوی استادانو ته ستاینلیکونه او نغدي پیسې ورکړل شول.
ولایتونه
د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د پلاوي په شتون سره د دولسمو ټولګیو د فارغانو لپاره د کانکور ازموینې د اخیستلو بهیر پیل شو. د پوهنې ریاست مسوولینو د ازموینې له ګډونوالو سره پر همکارۍ او د ازموینې په شفافیت ټینګار وکړ، چې د لوړو زده کړو له بورډ سره یې د مرستې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS