په هلمند کې ۲۸۰ زرو جلدو درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو لپاره د ۲۸۰ زرو جلدو نویو چاپ شویو درسي کتابونو د وېش لړۍ د دې ولایت والي تورنجنرال محمد یاسین خان او پوهنې ریاست رئیس محمد داؤد شاه صفاري له لوري رسمآ پیل شول.
په دغو کتابونو کې له لومړي ټولګي نه تر شپږم ټولګي ۲۸۰ زره ټوکه نوي چاپ شوي کتابونه شامل دي، چې د مرکز په ګډون به د ولسوالیو پر زده کوونکو باندې د مهال ویش سره سم به وېشل کیږي. د نوموړو کتابونو په ویشلو سره به د ابتداییه دورې د زرګونو زده کوونکو د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شي.
د هلمند والي او ددې ولایت د پوهنې رئیس وویل که څه هم د کتابونو ستونزه تر ډيره په دې ولایت کي نه ده حل شوې خو هیله لري چي له دغو کتابونو څخه د ښوونکو په زیار او زحمت زده کوونکي ګټه پورته کړي.
