په هلمند کې د یو ښوونځۍ نوې ودانۍ ګټي اخیستني ته وسپارل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۱۱:۲۵
په هلمند کې د یو ښوونځۍ نوې ودانۍ ګټي اخیستني ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د مرکز اړوند د کوچني کاریز نوي جوړه شوی ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترځ کې د یاد ولایت والی یاسین خان او د پوهنې رییس لخوا په داسي حال کې چي د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو هم ګډون درلود دپټي په پریکولو سره افتتاح او ګټي اخیستني ته وسپارل شوه .
یاده ودانۍ د ځمکولۍ چارو او ښارجوړونې وزارت په مالي لکښت د ۱۶ میلونه افغانۍ په ارزښت د یوه کال په جریان کي بشپړه او نن ګټي اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ښار جوړوني وزارت په مالي مرسته د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوي، چې ۸ درسي خونې، ۴ ادارې خونې د کتابتون او د کمپیوټر لب لپاره ځانګړې ځایونه او نور اړین ملحقات لري.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د یاد ښوونځې د پرانیستلو پرمهال وویل هلمند کې د ګڼو نورو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو چاري هم روانې دي او په نژدې وختونو کي به ګڼ شمېر نورو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړي شي.
ښاغلي یاسین خان د ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو برخه کي د افغانستان جلالتمآب ولسمشر د ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه چي دې ولایت کې يې د سلګونو ښوونځیو لپاره د نوو ودانیو جوړولو بودیجه منظور کړې ده.
هلمند والي ښاغلي یاسین خان له ولسونو څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو لپاره نوې جوړېدونکې ودانیو په ساتنه کي پوره پاملرنه وکړي او خپل اولادونه هم زده کړو ته وهڅوي.
د هلمند پوهنې ریئس محمد داؤد شاه صفاري او د ځمکولۍ چارو او ښارجوړونې ریئس عبدالولي مبارز هم په دې پرانیسته کې خبرې وکړې ، ددوی په خبره چي د ښارجوړونې وزارت په بودیجه جوړه شوي ودانۍ کیفیت ښه او د زده کوونکو لپاره به د ښې زده کړي په برخه کي سهولتونه رامنځته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS