په هلمند کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانېستل شوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند د ناوې ولسوالۍ د خُسرو آباد غربي لیسې نوې ودانۍ ګټي اخیستني ته وسپارل شوه.
د پوهني رییس په وینا یاده ودانۍ په پاخه او سټنډرډ ډول د لسو میاشتو په موده کې د پوهنې وزارت د پراختایي بودجي څخه د شاوخوا لس میلونو افغانيو په لګښت جوړه شوې، چې ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، د احاطي دیوال او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې لري چې، له پرانېستو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپیریال زمینه برابره شوه .
د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاری د ناوي ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د اولادونو لپاره به یې د باکیفیته زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې روان کال له پیل نه د هلمند ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زیات شمېر ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د زیاتو يې د بنسټ ډبرې کښېښودل شوېدې.
