په هلمند کې د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۳:۸
په هلمند کې د ښوونکي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست له لوری د ښوونکي نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه .

په دې جوړه شوې غونډه کې د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین ترڅنګ د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري او د دولتي ادارو ریئسانو، په ولسي جرګې کې د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازۍ ، ګڼ شمېر ښوونکو او د پوهني ریاست مسولینو ګډون درلود.

يه یاده غونډه کې په ټولیزه توګه په ټولنه کې د ښوونکي پر دندې، ښوونیز بهیر، د ښوونکو پر غوښتنو او ستونزو او ورته مسایلو باندي ویناوي وشوې.

د غونډي ویناوالو او ښوونکو د خبرو پرمهال وویل: ښوونکي هغه څوک دی چي د خپلو خولو په تویولو سره ددې هیواد نوی نسل د زده کړي په ګاڼه سمبالوي او ټولني ته داسي ځوانان وړاندي کوي چي په زده کړو سمبال وي او کولای شي چي د ټولني ور سپارل شوي مسولیتونه په ښه ډول ترسره کړي.

په ولسي جرګې کي د هلمند د خلکو استازي نسیمې نیازۍ د خبرو پرمهال وویل: تر خپله وسه پوري ټولو وکیلانو ددې ولایت د پوهني برخه کي د شته ستونزو په حل کي د مرکزي ادارې سره خپلي هڅي نه دي سپمولي او لا به هم خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین د ښوونکو د نړیوالي ورځي د مبارکۍ ترڅنګ وویل: ولایتي ادارې تل هڅه کړې چي د پوهني ریاست هر ډول ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي ترڅو دلته لاهم د ښووني کیفیت لوړ او په هره سیمه کي د زده کړو زمینه برابره شي.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین وویل: ولایتي اداره ښوونکو ته د رهایشي نمرو پر ورکړي باندي کار کوي او هڅه کوي چي ژر يې د ځانګړي شوي شهرک ستونزي حل او ورته توزیع شي، ښاغلي یاسین ژمنه ورکړه چي هیچا ته به ددې اجازه ورنکړي چي د پوهني ریاست کارونو کي بېځایه لاسوهنه وکړي.

د غونډي په ورستیو کي یو شمېر ښوونکو ته میډالونه او ستاینلیکونه هم ډالۍ شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د دایکنډي ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري دایکنډي ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

غزني
د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو صحې سیسټم جوړ شو، چې له امله یې له ۷۵۰ څخه ډېر زده‌کوونکي د پاکو اوبو له نعمت څخه برخمن شول.

ب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
Background image

له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست له ۳۲۰ تنو راستنېدونکو ماشومانو څخه د اووم څخه تر یوولسم ټولګيو لپاره د تعلیمي کچې معلومولو ۱۴م پړاو ازموینه واخیسته.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د کابل ښار. . .

BACK TO NEWS