په هلمند کې د ښوونکو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۹:۴۸
په هلمند کې د ښوونکو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست له لوري د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې په همدې موخه د پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ، د دولتي ادرو یو شمیر مسوولینو، سلګونو ښوونکو ، د پوهني ریاست مسولینو ، قومي مشرانو او زده کوونکو ګډون درلود.
غونډې ته لومړی د پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاري د پوهني وزیر پیغام ولوست چی ددې ورځي د مبارکۍ ترڅنګ پکي د ښوونکو د یو شمېر ستونزو د حل په موخه د اړوند وزارت د نوو طرحو او ژمنو یادونه هم پکې شوې وه.
د پوهني ریئس د خپلو خبرو پرمهال وویل ښوونکو ته د ګڼو ښوونیز پروګرامونه ترسره شوي ، ۹۵ تړل شوي ښوونځۍ بیرته پرانیستل شوي او د پاته ښوونځیو د پرانیستلو هڅي دوام لري او ددې ترڅنګ له اړوند وزاررت سره د ښوونکو لپاره د رهایشي نمرو او زده کوونکو ته د کتابونو تر لاسه کولو په برخه کي هم کارونه مخ ته تللي ترڅو په یادو برخو کي د پوهني ریاست اړتیاوي پوره شي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان د ښوونکو د نړیوالي ورځي په دې لمانځغونډه کي د مبارکۍ ترڅنګ د خبرو پرمهال وویل د ښوونکو پر وړاندي پرتې ستونزي ورته لومړیتوب لري او ولایتي اداره تل هڅه کوي ترڅو دلته د ښوونکو ستونزي حل کړي.
ښاغلي یاسین خان زیاته کړه د ښوونکو په نوم دیوې څلوري لاري جوړیدو په برخه کې يې د اطلاعات او کلتور ریاست او د نوم ایښودلو اړوند کمېتې ته هدایت کړی ترڅو دلته یوه سیمه مشخص او د ښوونکو په نوم ونوموي.
د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان وویل د ښوونکو لپاره د رهایشي نمرو په برخه کي هم خپلي هڅي کوي ترڅو هر ښوونکی د کور خاوند شي او په دې برخه کي يې ستونزي حل شي.
همدارنګه په غونډه کې یو شمېر ښوونکو هم خبري وکړې او د خپلو فعالیتونو په اړه يې د غونډي برخوالو ته مالومات وړاندي کړه 
د غونډې په پاي کې یو شمېر زیارکښو ښوونکو ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې او د ښوونځیو د ترانې ټېمونو د ښوونکو د مقام په اړه خپلي ترتیب کړي ترانې هم واوولې.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS