په هلمند ولایت کې د مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو
د «اغېزمن تدریس او زدهکړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی سیمینار د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست له لوري د هلمند ولایت د ۱۸ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره پیل شو.
د هلمند پوهنې ریاست مسئولینو په وینا، یاد سیمینار د ښوونکو د مسلکي کېدو لپاره خورا مهم دی، ځکه د دغه ولایت د ولسوالیو ښوونکي ورته علمي پروګرامونو ته جدي اړتیا لري.
مسئولینو زياته کړه چې په دې سیمینار کې ګډونوالو ښوونکو ته د نويو تدريسي مهارتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کېږي.
