په هرات کې د یوه ښوونځي لپاره د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د هرات ولایت فرسي ولسوالۍ اړوند چپرود منځني ښوونځي لپاره د ۱۳ درسي ټولګیو جوړولو چارې د ښوونځي د شورا او سیمهییزو خلکو له لوري د ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یادو ټولګیو په جوړېدو سره به د ښوونځي د درسي خونې اړتیاوې تر یوه بریده پوره او زدهکوونکو ته به د زدهکړې مناسب چاپېریال برابر شي.
