په هرات ولایت کې پوهنې وزارت ته څه د پاسه څلور نیم جریب ځمکه وقف شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۵:۳۱
DF

د هرات ولایت د کرخ، کشک رباط سنګي، پښتون زرغون او گذرې ولسوالیو علم‌پروره اوسېدونکو، شاوخوا ۴.۵ جریبه ځمکه چې ارزښت یې له ۲ میلیونه او ۱۲۰ زره افغانیو څخه زیات دی، پوهنې وزارت ته ډالۍ کړه.
د یاد ولایت  پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني، د ځایي اوسېدونکو له دغه ارزښتناک اقدام څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د پورته ذکر شوې ځمکه د ښوونځیو د ودانولو او د ښوونیزو بنسټیزو د پراختیا په موخه وقف شوې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د خلکو همکاري او ملاتړ د ښوونیز نظام د پراختیا او زده‌کوونکو ته د زده‌کړو  د لا ښه لاسرسي لپاره اغېزناک بللی او د هرات ولایت د اوسېدونکو له دغې ارزښتناکې ونډې او همکارۍ څخه یې مننه کړې ده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

په غور ولایت کې ښوونځیو ته ۳۰ خېمې توزېع شوې

د غور ولایت مرکز په شمول د مرغاب، الفاروق او پسابند ولسوالیو ښوونځیو ته د یوه همکار بنسټ له لوري د ۲ میلیونه، ۴۷۸ زره او ۲۸ افغانیو په ارزښت ۳۰ خېمې ووېشل شوې.
د دغو خېمو په وېش سره به. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۳
Background image

د میدان وردګ ولایت له علماءکرامو او د دیني مدارسو له مهتممینو سره مشورتي غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د مشرتابه، یو شمېر دیني علماءکرامو او د دیني مدارسو د مهتممینو په ګډون د ښوونیزاو روزنیز کیفیت لوړولو، د درسي نصاب لا ښه تطبیق او د دیني مدارسو د اداري چارو تنظیم په موخه،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت مقام د داخلي پلټنې ریاست له لوري د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند تفتیش، مالي، تدارکاتو او خدماتو مدیریتونو د کارکوونکو مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS