په هرات ولایت کې پوهنې ته ۶ جرېبه ځمکه وقف شوه
د هرات ولایت د غوریان او پشتون زرغون ولسوالیو ځینې علمپروره اوسېدونکو ټولټال شاوخوا ۶ جرېبه ځمکه، چې ارزښت یې یو مېلیون او ۱۵۰ زره افغانۍ دی، د دې ولایت پوهنې ریاست ته اهدا کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمتالله جابر، په دې هکله وویل چې دغه ځمکه په یادو ولسوالیو کې د ښوونځيو جوړولو لپاره ورکړل شوې او پوهنې وزارت ژمن دی چې د مالي او بودیجوي امکاناتو په حدودو کې به د یادو ښوونځیو جوړولو لپاره اړینې کړنې ترسره کړي.
ویل کېږي چې د دې ولایت علمپاله خلکو د ۱۴۰۴ کال د پیل راهیسې تر اوسه پورې د ښوونځیو جوړولو لپاره لسګونه جرېبه ځمکه د مدارسو او ښوونځيو رغولو ته ورکړې ده.
