په هرات ولایت کې پوهنې ته ځمکه وقف شوه

د هرات ولايت پوهنې رئيس مولوي رحمت الله جابر وايي، د یاد ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ خلکو په همدې ولسوالۍ کې يو جرېب شخصي ځمکه د یو میلیون او ۶۰۰ زره افغانيو په ارزښت پوهنې برخې ته وقف کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ولايت پوهني مينه والو له دې وړاندې هم د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ٣٠ جرېبه ځمکه پوهنې ته ځانګړې کړې وه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د رباط سنګي ولسوالۍ د پوهنې مینه وال ولس له مرستې مننه کوي.